کندهار ولایت کې د یوه چکډم جوړولو پروژې چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۰:۲۳
1

د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالي د برغني په کلي کې د یوه چکډم جوړولو پروژې چارې د ۲ میلیونه، ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا سید محمد شرافت، علماوو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

ښاغلي شرافت د نوموړي چکډم د چارو په پرانیست غونډه کې د هغه په هکله اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او د اوبو د غوره مدیریت په هکله یې خبرې وکړې.

دغه چکډم د ۱۰۷ متره په اوږدوالي او  ٤.٥  متره لوړوالي سره د افغانستان اسلامي امارت په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۷۰۰۰ متره مکعب اوبه زېرمه شي.

په دغه پروژه کې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu