کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
1

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د وزارت د انجنیري جوپړتیاوو رئيس، د کندهار د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او د میوند د مرستیال ولسوال په شتون کې پیل شوې.

په دغه پروژه کې د ۱۱۰۷ متره په اوږدوالي یو کانال، د ۲۰۰ متره په اوږدوالي سربند، د ۶۰۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوال، ۵ پل‌‌ګوټي او یو واش او دوه سریزې ودانۍ شاملې دي.

په دغه پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې، او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۸۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د حمید مینه‌وال ودانیز شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu