کنړ او پکتیکا ولایتونو کې ۱۹ تر کار لاندې او بشپړې شوې پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د څارنې او ارزونې ریاست مسؤلینو په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې ۱۹ تر کار لاندې او بشپړې شوې پروژې تر څارنې او اروزنې لاندې ونیولې.
له نوموړو پروژو څخه د څارنې او ارزونې موخه د پروژو د نیمګړتیاوو په ګوته کول، د پروژو د اغېزمنتوب ارزونه، د پروژو د کیفیت او کمیت څخه ډاډ ترلاسه کول وو.