د ظلم آباد کانال د بیا رغونې چارو ٪ 65 سلنه پرمختک کړی

mew-admin
۱۲۳

دا کانال چی د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې موقعیت لري، د اوبو لګولو شبکو، د بزګرانو د اغیزناکې ګټې اخیستنې، د زیاتو ځمکو د خړوبولو او د یادې سیمې د کرنیزو پیداوارو د زیاتیدو په موخه تر لاس لاندې نیول شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د انسجام ریاست د مسؤلینو په وینا، دغه کانال د ۲۰۱۷ کال د اګسټ په میاشت کی پیل او د 2020 اګسټ پورې به پای ته و رسیږي.

یاده پروژه له بیارغونې مخکی د 865 هکتاره ځمکې خړوبولې، چې روسته له رغولو به د 1009 هکتاره ځمکو د خړوبولو توان ومومي.
له دې پروژه څخه به 1300 کورنۍ په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ګټمنې شي.
ددغه کانال د بیارغونې چارې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند، د پروژو د انسجام ریاست له لوري د IRDP د پروژې له خوا پلې کیږی.

User account menu