په هرات ولایت کې د تېزان کانال عملي چارې ۹۹ سلنه مخکې تللي دي.
دغه پروژو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو لګولو او کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې چې د نړیوال بانک په مالي لګښت د ۴۰ میلیونو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت په سیمه کې پلي کیږي.
د دغې پروژې پلي کولو سره د تېزان کانال د ۲۰ کیلومټرو په اندازه رغول کیږي چې د بیارغونې وروسته به یې د اوبو لګولو ظرفیت له ۴۲۰۰ هکټارو څخه ۴۸۲۱ ته لوړ شي.
له دغه کانال څخه به ۴ زره او ۷۶۰ کورنۍ ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره