د ننګرهار ولايت د برکاشکوت سربند چارې ٢٠ سلنه پر مخ تللي دي.

MEW-Media
6669

دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د جاپان PMS مؤسسې په مالي مرسته د موسمي سیلابونو مخنیوي، د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.

دغه پروژه دوه برخې لري چې یوه برخه یې سربند او بله برخه یې د سیند غاړو تحکیمات دي، چې ۸۰۰ متره اوږدوالی لري.

یاده پروژه به د دوو کالو په موده کې بشپړیږي چې ۲۵۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu