د کندز په ولایت کې د خوشتيپې کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوشتیپې کانال د بیارغونې پروژه د ۱۲.۸ کیلومټره اوږدوالي په اندازه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اوبو غوره مدیریت او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې پلې شوه.
له دغه کانال څخه ۳.۶۹۰ (درې زره او شپږ سوه نوي) کورنۍ ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره