د غزني ولایت د سلطان بند پروژې د سروې چارې بشپړې او د ډيزان چارې یې په ښه توګه روانې دي.

MEW-Media
96

دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا تطبیق کیږي چې تر اوسه پورې یې د سروې او تحقیقاتو چارې بشپړې شوي او اوسمهال یې د ډيزاین چارې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې لومړی د بند دروازې ترمیم شوې چې په ۱۳۹۸ کال کې یې چارې پيل شوې و او په ۱۳۹۹ کال کې بشپړې شوې.

سلطان بند یو له تاریخي بندونو څخه دی چې د غزني ښار او شاوخوا ولسوالیو د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پياوړتیا لپاره يواځنۍ سرچینه ده چې ۱۲ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي او ۱۵ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu