په پکتیکا ولایت کې د پلتو بند د جیوتخنیک او کیندنې چارې روانې دي.

MEW-Media
2222

په پکتیکا ولایت کې د پلتو بند د جیوتخنیک او کیندنې چارې روانې دي.

د پلتو بند پروژه د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې لخوا د اوبو د مدیریت په موخه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار په ١٢ کیلو مترۍ پلې کیږي.

د یاد بند چارې همدا اوس په ښه ډول د جیوتخنیک او کیندنې په برخو کې جریان لري.

د پلتو بند د اوبو له اړخه په نورمالو کلنو کې ٨.٦ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې په ودانولو سره به یې ٢٥٠٠ هکتاره زراعتي ځمکه خړوبه شي، او ٨٠ زره تنه به له هغې ګټه پورته کړي.

د اوبو چارو تنظیم ملي اداره

User account menu