په زابل ولایت کې د توري بند د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

MEW-Media
43

په زابل ولایت کې د توري بند د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

توري بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت په موخه د زابل ولایت مرکز قلات ښار په نوخېز قریه کې جوړیږي.

توری بند د ۱.۸ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري؛ ۸۷۰ په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۳۴ زرو په شاوخوا کې کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

د توري بند پروژې د سروې او ډيزاین چارې مخکې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا تر سره شوې وې چې اوسمهال یې کار په چټکۍ سره روان دی چې د دوو کالو په موده کې به بشپړ شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu