بغلان ولایت کې د اجمیر کانال د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

MEW-Media
652

بغلان ولایت کې د اجمیر کانال د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د اجمیر برېښنا بند کانال چې څه د پاسه ۲۶ کلیو متره اوږدوالی لري، د دوه بندونو (لومړی او دویم بند) درلودونکی ده.

دغه کانال له اوږدې مودې راهیسې د اوبو د مدیریت په برخه کې له تخنیکي ستونزو سره لاس او ګریوان وه، چې اوس مهال اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په مالي لګښت او د ملي پراختیايي شرکت د هلمند ودانیز ریاست لخوا ددې کانال ځینې برخې بیارغول شوي، چې د دیوالونو ترمیم، دپرچاوۍ دروازې او د اوبو لګولو سیستم معیاري کول په کې شامل دي.

د اجمیر برېښنا بند کانال فعال شوي توربینونه د ۱۶ مېګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري او په ګټې اخیستنې سره به یي زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu