د پلتو بند ساحوي جوتخنیک کار بشپړ شو.
د پلتو بند ساحوي جوتخنیک کار بشپړ شو.
د پلتو بند جیو تخنیک ټیسټونو کارونه څه وخت مخکې په پکتیکا ولایت کې د یاد بند په ساحه شروع شوي وه، اوس مهال د هغې ساحوي ازمایښتونه تکمیل او نورې نمونې د لازیاتو ازمایښتونو په موخه مرکز ته انتقال شوي دي.
په مرکز کې د ساحوي موادو د نتایجو لاسته راوړلو سره سم به د بند عملي کارونه شروع شي.
د پلتو بند په نورمال اوبیزو کلنو کې د ۸،۶ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې د هغې له جوړونې وروسته په ۲۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د اوبو خړوبونې لاندې راشي، چې ۸۰ زره تنه به له هغې ګټه پورته کړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملی اداره