د ترکو او قلعه افضل کانالونو د جوړیدو په چارو کې پرمختګ شوی.

MEW-Media
88888

د ترکو او قلعه افضل کانالونو د جوړیدو په چارو کې پرمختګ شوی.

د ترکو او قلعه افضل کانالونه چې د کمال خان بند له اصلي کانالونو څخه شمیرل کیږي د جوړیدو چارې یې د پرمختګ په حال کې دي.

ددغه کانالونو عملي چارې ۶۶ سلنه مخته تللي او په ډیری برخو کې د کیندنې او ډکونې چارې بشپړې شوي دي.

د ترکو او قلعه افضل کانالونو په جوړیدو سره به د ۴۹ زره هکټاره شاړه ځمکې د خړوبولو اودغه راز د کرنې پراختیا ترڅنګ په نیمروز ولایت کې د کارموندنې زمینه هم برابره شي.

دغه کانالونه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لورې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي.

کمال خان بند په افغانستان کې یوه له لویو پروژه څخه شمیرل کیږي چې څو میاشتې مخکې یې د اوبو ذخیره کولو لړۍ پیل شوې ده.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu