په خوست ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال د جوړولو او سربند د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mew-admin
1

د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د ۱۴۰۰ مترو په اوږدوالي د سوري پان کانال او ورسره د ۵۱ ورخونو او یو شمیر پلچکونو د جوړولو او د سوري پان سربند د بیارغولو چارې د ۱۶ میلیونه او سل زره افغانیو په ارزښت بشپړې او د شمل خرم خوست سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت، د ولایت مقام استازي محمد رسول عادل، د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد زمان عمري، د اړیکو دفتر رئیس الحاج محمد علي ځدران او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. نوموړې پروژې د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ۸ میاشتو په موده کې پلې شوې، چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه او ۶۸۸ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.

User account menu