د غور ولایت په 12 ولسوالیو کې د 12 چکډمونو پروژو عملي چارې د شاوخوا 50 میلیونه افغانیو په لګښت سره پیل شوې

mew-admin
1

د غور ولایت په 12 ولسوالیو کې د 12 چکډمونو پروژو عملي چارې د شاوخوا 50 میلیونه افغانیو په لګښت سره په یوه غونډه کې د غور سیندیزي فرعي حوزې رئیس الحاج ملا رحمت الله اماني، د اقتصاد او ښارجوړونې او مسکن ریاستونو رئیسانو، د ولایت مقام استازي او سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.

په دغه غونډه کې د غور سیندیزې فرعي حوزې رئیس د قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل، چې نوموړې پروژې دې د قرارداد پر بنسټ په غوره کیفیت او ټاکلي وخت کې پلې کړي او د پروژو له ګټو اخیستونکو څخه یې هم وغوښتل، چې د پروژو د غوره پلي کولو په موخه دې د قراردادي شرکتونو سره همکاري وکړي.

د غور ولایت سیمه ییزو مسئولینو او د پروژو ګته اخیستونکو هم د یادو پروژو بنسټیز ارزښت ته په اشارې سره د هغوی له پلي کېدو څخه خوشې څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت، د باران او واورې اوبو د راټولولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د سیلابونو ویجاړیو د مخنیوي په موخه د غور ولایت په 12 ولسوالیو کې پلي کیږي، چې عملي چارې یې په پسابند، تیوره، ساغر، تولک، شهرک، دولت یار، لعل او سرجنګل، چهارسده، مرغاب، الفاروق او الله یار ولسوالیو کې پیل شوې.

User account menu