هلمند ولايت کې خاري کانال د جوړولو چارې د څه باندې څلور سوه زره ډالرو په ارزښت پيل شوې.

د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د بست کلا سيمه کې د خاري کانال او د هلمند سيند پر غاړه د ٩٠٠متره تحکيم کاري پروژې د څلور سوه، يوولس زره شپږ سوه پنځه ديرش امریکایي ډالرو په لګښت د هلمند سينديزې حوزې رٸېس محترم الحاج ملا يعقوب قايم، د هلمند د عمومي سينديزې حوزې کفيل محترم انجنير حبيب الله دين دوست او يو شمېر نورو مسٶلينو او علماو کرامو په شتون کې پيل شوې . نوموړى استنادي دېوال د پنځه متره په لوړوالي او د څلور متره په عرض سره او د ياد کانال تحکيم کاري د ٩٠٠ متره په اوږدوالي سره جوړيږي، چې پکې ګڼ شمېر هیوادوالو ته د کار زمينه چمتو شوې ده.