په بغلان ولایت کې د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې
۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۸ هـ.ل
د بغلان ولایت د دهنهغوري ولسوالي اړوند د چوتقهسای په سیمه کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې پيل شوې.
یاد چکډیم د ۴ متره په لوړوالي او څه باندې ۱۲ متره په پلنوالي او د اوبو حوض د ۲۵ متره په پلنوالي سره جوړیږي، چې د یادې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د اوبو په برخه کې د سیمې د خلکو ستونزې تر یوه بریده پورې هوارې شي.