د سنګ زرد د سیند سواحلو تحکیمات
د سنګ زرد د سیند سواحلو تحکیمات د غور ولایت په لعل او سرجنگل ولسوالۍ کې موقعیت لری او د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د پروژو د انسجام ریاست (PCU)تر کار لاندې ده.
د دې پروژې لګښت شاوخوا 220.680 امریکایی ډالرو دی چې د یو کورني ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او د نړیوال بانک لخوا تمویل کیږي.
په ورته وخت کې د سنګ زرد د سیند سواحلو تحکیمات د 460 متره په اوږدولی جوړ او استحکام کاری کیږي چی د دغه پروژه څخه شاوخوا 3840 کورنیو ګټه پورته کوی.
د یادونه وړ دی چی د سنګ زرد د سیند سواحلو تحکیمات د جوړولو چارې ٪ ۲۵ سلنه بشپړه شوې.