د قاضي آباد کانال اصلاح او بیا رغونه
د قاضي آباد کانال د نیمروز ولایت په مرکز کې موقعیت لری او د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د پروژو د انسجام ریاست تر کار لاندې ده. چی شاوخوا 459.595 امریکایی دالرو ارزښت لری.
دا کانال د ۱۶ کیلومترو اوږدوالي لری چی د دې پروژې د بیا رغونه سره د 1.367 هکتارو څخه زیاته کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لری. او د دې پروژې څخه 1.290 کورنیو ګټه پورته کوي.
دا پروژې چې د نړیوال بانک لخوا تمویل کیږي، اوس مهال 12٪ بشپړه شوی ده.