د انجیل کانال د لومړۍ او دوهمه برخې د اصلاح او بیارغونه
د انجیل کانال د هرات ولایت په انجیل ولسوالی کې موقعیت لری چی د دې کانال لومړۍ برخه شاوخوا 1.519.806 او دوهمه برخه شاوخوا 247.285 امریکایی دالرو لګښت لری.
د انجیل کانال د اوبو لګولو ظرفیت له جوړیدو وروسته 4.831 هکتارو ته رسېږي، پداسې حال کې د جورولو مخکی د 933 هکتارو د اوبو لګولو ظرفیت درلود.
د انجیل کانال د 36.4 کیلومترو په اوږدوالی بیارغونی کیږی د دې پروژې څخه 21.970 کورنیو ګټه پورته کوي.
د انجیل کانال اصلاح او بیا رغونه د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د پروژو د انسجام ریاست تر کار لاندې ده. چی د لومړۍ برخې 75 سلنه او دوهمه برخه 65 سلنه بشپړه شوې دی.