د شمالان کانال اصلاح او بیا رغونه
د شمالان کانال اصلاح او بیا رغونه، د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د پروژو انسجام ریاست تر کار لاندې ده چی د دغه پروژه چارې ٪ 57 سلنه بشپړه شوی ده.
دا کانال د هلمند ولایت په لشکرګاه ښار کې موقعیت لری او د اټکل له مخې 272.115 امریکایی ډالرو په لګښت بیارغول کیږي. چې د یو کورني ساختماني شرکت سره قرارداد شوی. او د نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.
د شمالان کانال د 4.5 کیلومترو په اوږدولی جوړ او بیا رغونه کیږي چی د دغه پروژه څخه شاوخوا 66.300 کورنیو ګټه پورته کوی.
د دې کانال له جوړیدو وروسته د موثریت زیاتوالی په پام نیولو سره، شاوخوا 16،716 هکتارو ځمکه به خړوبه شي.