د لور خاص کنر کانال اصلاح او بیارغونه
د لور خاص کنر کانال د کنر ولایت په خاص کنر ولسوالۍ کې موقعیت لري.
دا کانال د ۱۸ کیلومترو په اوږدوالي به جور شي چی تر دې دمه د دی کانال چارې ۷۹ سلنه د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د پروژو انسجام ریاست لخوا بشپره شوی ده. چی د نړیوال بانک په تمویل روان دی او ۱۱۷۶۲۸۱ امریکایی دالرو مصرف شوی ده.
د دی کانال د اوبو لګولو ظرفیت له جوړیدو وروسته ۱۵۷۶ هکتارو ته رسېږي، پداسې حال کې د جورولو مخکی د ۱۰۵۱ هکتارو د اوبو لګولو ظرفیت درلود. چی ۸۰۰۰ کورنیو د دی کانال څخه به ګټه واخلي.