د کنړ ولایت د منوګی د هایدرو برښنا بند دستګاه
د منوګی د هایدرو برښنا بند دستګاه په کڼر ولایت کې موقعیت لری. دا پروژه 2.1 میگاواټه د برښنا تولید ظرفیت لري. د دی پروژې لګښت ۹.۸۸ میلیونو ډالرو دی چی د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایی بودجی څخه په کنړ ولایت کی د پیچ سیند پورته جوړ شوی دی، د دغی پروژی جوړول د اوبو او انرژۍ وزارت د مستقیم نظارت لاندې دی چی د دی بند د ګټی اخیستنی سره به 4000 کورنیو د برښنا له رڼا څخه برخمنی شی.