د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1401 لمریز کال د سلواغه دمیاشتې په 16 نېټه کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود) سينديز حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د ( فریاب، بادغیس، کوسک او کاشان او هریرود ) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

آخرین اطلاعیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

    اطلاعیه تصمیم براعطای قرارداد

  بدینوسیله بتأسی از فقره (2) ماده (43) قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده میشود که وزارت آب و انرژی در نظر دارد قرارداد پروژه خریداری (109) قلم تجهیزات و پرزه جات تکنالوژی معلوماتی . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۲۸
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای سه قرارداد

بدین وســیله به تاسی از قانون عقود، وزارت آب و انرژی در نظر دارد پروژه شامل جدول طوری ذیل:

شماره

نام پروژه

شماره داوطلبی

نام شرکت

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۲۷
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدین وســیله به تاسی از قانون عقود، وزارت آب و انرژی در نظر دارد پروژه چکدم لوی تاله در قریه تنگی قلعه ولسوالی سروبی ولایت کابل دارنده شماره داوطلبی MEW/PD/W022-1404-NCB با شرکت واسع . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

User account menu