د لوګر ولایت د سرخاب بند په سیمه کې د یو باب مسجد د جوړېدو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۱۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳ هـ ل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سرخاب بند په سیمه کې د یو باب مسجد د جوړېدو چارو له بهیر او د سرخاب بند د کانال له اړوندو سیمو څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه، د یاد ریاست مسؤلینو د زرغون ښار او مزګین سیمو د اوبو د وېش له سیمو څخه هم لیدنه وکړه، چې د سیمې خلکو د اوبو د منظم وېش لپاره د کنترولي دروازو د جوړېدو غوښتنه وکړه او د ریاست د مسؤلینو له لوري د همکاري ډاډ ورکړ شو.
د یاد مسجد جوړول د ریاست الوزرا د لوړ مقام له خوا د اوبو او انرژي وزارت په همغږي منظور شوی دی.
