کندز ولایت کې له یو شمېر سیل ځپلو سیمو څخه لیدنه وشوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۴۴
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا او ورسره مل د کندز ولایت د اقتاش ولسوال محترم مولوي عصمت الله اسامه د نوموړې ولسوالي له یو شمېر سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي حاجي حکمت د دغې ولسوالي له یو شمېر میر آب باشانو او ځایي خلکو سره وکتل او د میر آب سیسټم په هکله یې خبرې وکړې د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې هم واورېدل.

User account menu