د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې د دوو کانال پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې د دوو کانال پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې د ٢٠٧٠٩١ ډالرو په ارزښت د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو لګولو او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې پلې شوي دي.
دغه پروژې به ۲۲۳۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او ۲۱۷۳۴ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروژې د جاپان هېواد (UN_FAO) په مالي مرسته پلي شوي دي.