د سلطان بند د بیا جوړولو لپاره د ډيزاین چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د غزني ولایت د سلطان بند د بیا جوړولو لپاره د دویم فاز تخنیکي چارې روانې دي.
دغه بند د اوبو مدیریت، د موسمي سیلابونو مخنیوي؛ د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د څښلو پاکو اوبو برابرولو، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا او خلکو ته د کار موندنې په موخه د میدان ورګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې جوړیږي، چې اوسمهال یې د دویم فاز د تخنیکي سروې چارې ګړندۍ روانې دي.
سلطان بند به د جوړېدو وروسته ۱۵ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، ١٢ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي او ۳۰۰ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
دغه بند به د غزني ولایت د ځمکې سر او ځمکې لاندې اوبو پياوړتیا کې خورا مهم رول ولري.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره