د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د فرهاد کانال پروژې چارې ۱۵ سلنه پر مخ تللي دي.
دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اسیا پراختیاي بانک او د اروپاي اتحادیې (ADB+ EU) په مالي مرسته د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو زیاتوالي او خلکو ته د کارموندنې په موخه د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.
د فرهاد کانال ۱۵ کیلومټره اوږدوالی لري چې دغه مسیر به ۵۱۹ هکټاره ځمکه خړوبوي او ۳۲۲۳ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره