په خوست ولایت کې د لټکو خان د سیندغاړو تحکیماتو دېوال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکو زیاتوالي او د کرنیزو ځمکو ژغورلو په موخه د خوست ولایت په لټکو خان کلي کې تطبیق شوه او د شمل خرم سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي انجنیر زین الله نسیمي لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه چې ۱۱۵ متره اوږدوالی لري، د شمل فارم باغ پل چې له تخریب او ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له زیان څخه ژغورل شوي وي، چې ۲۵۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کوي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره