د تخار ولایت د ارچي سربند عملي چارې ۹۷ سلنه پر مخ تللي دي.

MEW-Media
451

دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د اوبو مدیریت او تنظیم، د اوبو لګولو کانالونو ژغورلو او د ارچي کانال ته د اوبو برابرولو په موخه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې پلي کیږي.

د ارچي کانال چې له دغه سربند څخه پيل کیږي ۲۸۰۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي او ۱۴۷۶۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu