په خوست ولایت کې د مټه چینه چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په خوست ولایت کې د مټه چینه چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د واورې او باران اوبو را ټولولو، د موسمي سیلابونو کنټرول او ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پياوړتیا په موخه د خوست ولایت په اسماعیل خیل مندوزي ولسوالۍ کې تطبیق شوه.
د دې پروژې په تطبیق سره به ۱۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه چې د ۴۰۰ په اندازه کورنۍ به له هغې ګټه پورته کړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره