د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ د فرهاد کانال د بیارغونې چارې ۷۵ سلنه پر مخ تللي.

MEW-Media
2555

د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ د فرهاد کانال د بیارغونې چارې ۷۵ سلنه پر مخ تللي.

دا پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د آسیا پراختیایي بانک او اروپا اتحادیې (ADB + EU) په مالي مرسته د اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو زیاتوالی او د خلکو لپاره د کار موقع برابرولو په موخه د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ تطبیق شوه.

دا کانال ۱۵ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د هغې په مسیر کې د سربند په شمول ۲۲ مختلف ساختمانونه وجود لري.

د فرهاد کانال ۱۷۰۳ هکټاره کرنیزه ځمکه تر اوبو خړوبونې لاندې نیسي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu