د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د فراه ولایت د بخش آباد بند  پروژې د انحرافي  تونلونو څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
Tue, Dec 14 2021 10:12 AM
۲۳/۹/۱۴۰۰

 

ښاغلی انجنیر مجیب الرحمن عمر د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او ور سره مل د هریرود مرغاب سیندیزي حوزې رئیس، د فراه ولایت فرعي حوزې رئیس او د وزارت یو شمېر تخنیکي مسئولانو دفراه ولایت د بخش آباد بند پروژې انحرافی تونلونه له نږدي بررسي کړل.

د اوبو او انرژي وزارت د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د هدایت په اساس د اوبو او د اوبو بندونو اهمیت ته په کتو سره کوښښ کوي، تر څو د دې وزارت  د پروژو کارونه چې پنځه میاشتې وړاندې ځنډيدلې و،  ډير ژر بیا پیل کړې.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او د دي وزارت یو شمېر تخنیکي مسئولانو د کمال خان بند تر بررسي وروسته د بخش آباد بند پروژې د انحرافي تونلونو څخه هم لیدنه وکړه او ترسره شوي کړنې یې بررسي کړل.

د مالي  او تخنیکي ستونزو په لري کیدو سره به د پروژو کارونه بیا پیل شي.

User account menu