د پنجشیر ولایت د انرژي کمیټه جوړه شوه
د پنجشیر ولایت د انرژي کمیټه د پنجشیر والي محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د اوبو او انرژي وزارت انجنیري ټیم او د پنجشیر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې جوړه شوه.
د یادې کمیټې د جوړولو په مراسمو کې د پنجشیر والي ددغې کمیټې د جوړوېدو څخه خوښې څرګنده کړه او هغه یې د یاد ولایت د اقتصاد په برخه کې یو ارزښتناک ګام وبالهٔ.