پکتیکا ولایت کې د دوو چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
![1](/sites/default/files/2024-07/3.jpg)
د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیکا ولایت په وړممۍ او تروې ولسوالیو کې د ډمزمکي او بوزه چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د لا غوره کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړو چکډمونو چارې په ترتیب سره ۵۰ او ۷۵ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.