د لبلان کانال د پروژې چارې ۳۵ سلنه پر مخ تللې دي
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي د لبلان په سیمه کې د لبلان کانال له پروژې څخه لیدنه وکړه.
د نوموړي کانال د رغولو چارې چې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اېف، اې، او مؤسسې په مالي لګښت یوه کورني شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، چارې یې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي.