خوست ولایت کې د څلورو پروژو چارې مخ په بشپړېدو دي

mew-admin
Mon, May 19 2025 9:14 AM
1

د کابل عمومي حوزوي ریاست او د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو، سپیرې ،قلندر او ګربزو ولسواليو اړوند د علیوات او دمګړ کلي د استنادي دېوالونو ، د آسمان کوټ چکډم او لېژې ذخیروي بند پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو پروژو چارې په ترتیب سره ۸۵، ۸۵، ۵۰ او ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu