میدان وردک ولایت کې د اوبو ذخیروي او برېښنا د تولید بند جوړولو د امکان سنجي سروې ترسره شوه

mew-admin
Mon, May 26 2025 11:23 AM
1

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مرکزي زون(بامیان) د انرژي چارو د تنظیم آمریت تخنیکي ټیم د میدان وردک ولایت د مرکزي بهسود ولسوالي په شینیې کلي کې د اوبو ذخیروي او برېښنا د تولید بند ( پر سرخ‌بوم سیند باندې) جوړولو د امکان سنجي سروې ترسره کړه.

د امکان سنجي سروې د مطالعاتو پر بنسټ د نوموړي بند په جوړېدو سره به کابو ۴۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه ګټه پورته او د اوبو په برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

User account menu