کنړ ولایت کې د وطلې کانال چارې ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Sun, Aug 17 2025 2:43 PM
1

 د کنړ د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د چپې درې ولسوالي د وطلې کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي کانال چارې چې د ۷ میلیونه، ۸۱۷ زره او ۷۱۵ افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۱۰ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu