فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Thu, Nov 06 2025 12:09 PM
۱

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د اوبو د زېرمه کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا په موخه د ۴ میلیونه، ۶۲۲ زره او ۷۹۰ افغانیو په لګښت جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې پراخې کرنیزې ځمکې خړوبي شي.

User account menu