د سمنګان اوبو او انرژي ریاست کې د کانالونو او سربندونو د ساتنې او مراقبت په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه ترسره شوه

MEW-Media
Sun, Nov 23 2025 1:59 PM
۱

دغه ناسته د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محب الله عادل تر مشري لاندې د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې د رئيسانو، میر آبانو او قومي مخورو په شتون کې تر سره شوه.

په دغه برنامه کې ګډونوالو ته د سربندونو اوکانالونو د ساتنې او مراقبت او د اوبو د غوره مدیریت او ورڅخه د معقولې ګټې اخیستنې په هکله اړین معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د ګډونوالو ستونزې واورېدل شوې او له هغوی سره د هوارولو په برخه کې د همکاري ژمنه وشوه.

 

User account menu