پکتیکا ولایت کې د ۲ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Thu, Jan 01 2026 9:34 AM
1

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د پکتیکا د مرستیال والي محترم مخدوم عبدالسلام سعادت، د پکتیکا د اوبو او انرژي رئیس محترم قاري فتح محمد ذاکر، د یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ښاغلي سعادت د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې دغه پروژه د پکتیکا ولایت د اوسېدونکو لپاره یوه حیاتي پروژه وبلله.

همدارنګه، د پکتیکا د اوبو او انرژي رئیس د نوموړې پروژې په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه پروژه د پکتیکا ولایت د بازار او ټولو دولتي ادارو د اړتیا وړ برېښنا چمتو کوي او له نورو پانګوالو څخه یې وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر چتر لاندې د اباسین بهار خصوصي شرکت له لوري پلې شوې ده.

User account menu