غور ولایت کې د کانالونو د اوبو ګټې اخیستونکو ۱۲ ټولنې جوړې شوې

mew-admin
Tue, Feb 10 2026 11:34 AM
1

د پورتني هریرود – غور فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت او له شته اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کانالونو د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنې او میر آب ۱۲ سیسټمونه د غور ولایت په تیورې، شهرک، پسابند او چهارسدې ولسوالیو کې جوړې کړې.

د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنې تر خپل پوښښ لاندې سېمو کې د حقابې پر بنسټ د اوبو د وېش او د اوبو پر سر د را ولاړو شوو ستونزو د هوارولو او د کانالونو اړوندو نورو چارو په برخه کې فعالیت کوي.

User account menu