غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Tue, Jun 16 2026 11:01 AM
1

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ‌وړلو او په ټاکلي وخت د پای‌ته رسېدو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادو پروژو چارې د کاري پرمختګ په بېلابېلو پړاوونو کې دي، او چارې یې په چټکۍ سره پرمخ وړل کېږي.

User account menu