په ننګرهار ولایت کې د دریو برېښنا رسولو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۴ هـ ل
د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو دریو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یاد آمریت مسؤلینو د یادو برېښنا رسولو شبکو له مسؤلنیو څخه ژمنه واخیسته چې خپل فعالیتونه به د اوبو او انرژي وزارت د انرژي د تنظیم له اصولو سره سم د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې پرمخ وړي او د شبکو د معیاري کولو، خوندیتوب او تخنیکي اصول به هم مراعات کوي.
