د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د څو نیالګیو په کینولو سره د نیالګیو کینولو له ملي ورځې څخه هرکلی وکړ

mew-admin
Thu, Mar 12 2020 9:29 AM
123

.

د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ، د کب شلمه نیټه د نیالګیو کینولو د ملي ورځې په نامه، نومول شوې ده. د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د څو نیالګیو په کینولو سره د دې پرتمیني ورځې څخه هرکلی وکړ.

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې مشر، ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د نیالګیو کینونه د چاپیریال د زرغونتیا، د هوا د ککړتیا څخه د مخنیونې، د اوبو د سرچینو د ساتنې او د ژوندانه د غوره چاپېریال د جوړونې لپاره ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې د نیالګیو کینول او د غوره چاپېریال په جوړولو کې ونډه اخیستنه د غوره او سوکاله ژوند لپاره، په هېواد کې د هر وګړي دنده او مسئولیت دی.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره ټولو هېوادوالو ته بلنه ورکوي تر څو د یوه نیالګي په کینولو سره، د ژوندانه چاپېریال له ککړتیاو څخه وژغوري او خپلو هېوادوالو ته پاکه او صفا هوا ډالۍ کړي.
 

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu