په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازو سره لیدنه

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل، په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت يو شمېر استازو سره وکتل.
په دغه ناسته کې په کندهار ولایت کې د اوبو پراختیای پروژو او په ځانګړي ډول د دهلې بند، سیند غاړو تحکیماتو،
د ارغنداب سیند د اوبو لګولو شبکې سیستم پراختیا او په دغه ولایت کې یې د چکډم پروژو پر پلي کولو خبرې وکړې.