محترم انجنیر خان محمد د کونړ د والي او استازیو سره وکتل

mew-admin
Thu, Aug 27 2020 9:31 AM
61

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژی خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست محترم انجنیر خان محمد تکل له کونړ والي محمد اقبال سعید او په ولسي جرګه کې د کونړ استازي نعمت‌الله کریاب سره ولېدل.

په دې لېدنه کې لومړی د کونړ والي د هېواد د اوبو د مدیریت په موخه د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مشرتابه له هلو ځلو او جدیت څخه ستاینه وکړه.

همداراز، د دې لېدنې پر مهال په کونړ ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پروژو لکه؛ ساګي بند، تحکیاتو، د کانالونو او چک‌ډېمونو د بیارغولو په اړه خبرې وشوې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د ناستې له ګډونوالو سره د کونړ ولایت د پراختیا پلان او د ژوند د خوندیتوب په موخه د اوبو د سرچینو د مدیریت مسوده شریکه کړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به یو تخنیکي ټیم د مروره کانال او نورو پراختیایي پروژو د سروې او ډيزاین په موخه دې ولایت ته واستول شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu