د اوبو د هر اړخیز مدیریت په برخه کې به 60 متخصیصین وروزل شي!

mew-admin
Mon, Sep 14 2020 3:55 PM
72

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل د پولي تخنیک پوهنتون د غونډو په تالار کې د اوبو د هر اړخيز مديریت په برخه کې د 60 متخصیصینو د تدريس د پروګرام د پيلېدو په مناسب په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

دغه پروګرام د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اسیا پراختياي بانک(ADB) په مالي لګښت د اوبو د هر اړخیز مديریت په برخه کې د متخصیصنو د روزلو لپاره په لاره اچول شوی؛ چې اوسمهال د کابل پولي تخنیک پوهنتون، د اسټراليا هېواد د اوبو د نړیوال مرکز او ګريپت پوهنتون لخوا 60 کسانو ته د اوبو د هر اړخیز مدیریت په برخه کې تدریس کيږي؛ چې د هغو له جملې څخه 55 کسان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او 5 کسان د انکشاف دهات او کرنې وزارت لخوا پکې ګډون کوي.

دغه پروګرام به د 3 کالو په موده کې بشپړ شي.

ښاغلي تکل په خپله وینا کې لومړی په افغانستان کې د اسیا پراختاي بانک له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې په هېواد کې په مختلفو او په ځانګړي ډول د اوبو په برخه کې افغانانو سره همکاري کوي؛ هغه ګډونوالو ته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پنځه کلن پلان، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پولي تخنیک پوهنتون له مشرتابه او د اسټرالیا هېواد د اوبو د نړیوال مرکز مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې د یادو زده کوونکو په روزنه کې زحمت باسي

 

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu